اروپايي ټولنې سرپل کې د ښوونځي د نجونو مسوم کول یو جنایت وباله

17 جوزا 1402 ساعت 11:26

اروپايي ټولنې د افغانستان سرپل ولایت کې د یوه ښوونځي د زده کوونکو نجونو مسموم کېدلو باندې خواشني ښودلې او دا یې یو جنایت بللی دی.


اروپايي ټولنې د افغانستان سرپل ولایت کې د یوه ښوونځي د زده کوونکو نجونو مسموم کېدلو باندې خواشني ښودلې او دا یې یو جنایت بللی دی.

دغه ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، زده کړه د هر ماشوم انساني حق دی که په هر ځای کې وي، او ښوونځي باید د هغوی لپاره د امن کور وي.
 
اروپايي ټولنې په اعلامیه کې ټينګار کړی، چې په افغانستان کې د زده کړیالانو لپاره د امن فضا رامنځ ته کول یوه شدیده اړتیا ده.
 
دوی ویلي، دغه موضوع باید د حاکمو طالب چارواکو له خوا د خپلو ژمنو او نړیوالو قوانینو په رڼا کې وڅېړل شي.
 
د یادونې ده، چې د تېرې یکشنبې په ورځ د سرپل ولایت کې د یوه ښوونځي ۸۰ تنه زده کوونکې مسمومې شوې وې.
 
جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 161211

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/161211/

جمهور
  https://www.jomhornews.com