نورالدین عزیزي:

هېڅوک د محکمې له حکم پرته حق نه لري، سوداګرو ته خنډونه رامنځ ته کړي

27 سنبله 1402 ساعت 14:35

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي، هېڅوک د محکمې له حکم پرته حق نه لري، سوداګرو ته خنډونه رامنځ ته کړي.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي، هېڅوک د محکمې له حکم پرته حق نه لري، سوداګرو ته خنډونه رامنځ ته کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عزیزي د حیرتان بندر له سوداګرو سره لیدلي او بندرونو لپاره د کمېتې او بندرونو کې د سوداګرو د ستونزو ژر حل لپاره پر هڅو ټینګار کړی.
 
سوداګرو د مالونو د فوموکیش د لېږد بیو د لوړوالي، د بارګیرۍ تراکم، او له کرنې وزارت څخه د اجازې اخیستلو برخو کې خپلې ستونزې بیان کړې.
 
ښاغلي عزیزي د صادراتو او کرنې وزارت نه د اجازې اخیستلو په اړه ویلي، چې د هغوی سره به خبرې وکړي او موضوع به حل کړي.

نوموړي د امنیت برخه کې د سوداګرو د اندېښنو او ګدامونو په اړه زیاته کړې، هېڅوک د محکمې له حکم پرته اجازه نه لري، چې سوداګرو ته خنډونه جوړ کړي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 163859

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/163859/

جمهور
  https://www.jomhornews.com