د طالبانو د حکومت د اقتصاد سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف ادعا کړې، چې ټولو مرسته کوونکو بنسټونو ته د هېواد په ټولو لرې پرتو سیمو کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو او فعالیت زمینه برابره شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حنیف دغه څرګندونې پرون د وږي ۲۸ مه د افغانستان لپاره ناروې د سفیر پاول کلومن بیکین لیدنه کې کړې دي.
په دغه لیدنه کې د ناروې سفیر په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد د مرستو په اړه معلومات ورکړي او د دغه مرستو او همکاریو د دوام ژمنه یې ورکړې ده.
نوموړي له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي، ښځو ته د کار اجازه ورکړي ځکه په وینا یې د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې د ښځو رول ارزښمتن دی.
ده زیاته کړې، ناروې له کلونو راهیسې د افغانستان سره ښه تعامل او په اقتصادي برخه کې همکاري لري او په تېرو دوه کلونو کې یې کابو ۷۰ میلیون ډالر په بېلا بېلو برخو کې د پروژو په پلي کولو سره د افغانستان له خلکو سره مرسته کړې ده.
په ورته وخت کې قاري حنیف ویلي، دوی له ټولو هېوادونو سره د نېک تعامل غوښتونکی دی، په اوس وخت په هېواد کې د سرتاسري امنیت له کبله ټولو مرستندویه بنسټونو ته د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د هر ډول پروژو په ځانګړي ډول د پرمختیايي پروژو د پلي کولو زمینه برابره شوې ده.
جمهورخبري آژانس