یو شمېر جنرالانو او سوداګرو ته هم د خوندیتوب کارتونه ورکړل شول

3 میزان 1402 ساعت 8:26

د طالبانو له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د دارالانشا رییس وايي، یو شمېر نورو جنرالانو او سوداګرو ته هم د خوندیتوب کارتونه ورکړل شول.


د طالبانو له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د دارالانشا رییس وايي، یو شمېر نورو جنرالانو او سوداګرو ته هم د خوندیتوب کارتونه ورکړل شول.
 
د افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د دارالانشا رییس مولوي ذاکر  ویلي، په نظامونو کې بدلونونه یو معمول دی، خو په افغانستان کې یې توپیر دا دی، چې د ملا هبت الله د فرمان پر اساس د مخکنۍ ادارې چارواکو ته عمومي عفوه شوې ده.
 
دی وايي، د خوندیتوب کارتونو د وېش لړۍ په ترڅ کې یو شمېر نورو نظامي جنرالانو او سوداګرو ته هم چې هېواد کې پاتې شوي دي د خوندیتوب کارتونه ورکړل شول.

د هغه په وینا دوی ټولو هغو کسانو ته چې بېرته هېواد ته راستېږي او یا هم افغانستان کې خپل عادي او سوله ییز ژوند ته دوام ورکوي هڅه کوي، چې اسانیتاوې ورته برابرې کړی او د امنیتي پلوه اندېښنه ونه لري.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 164073

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164073/

جمهور
  https://www.jomhornews.com