قزاقي سوداګر

افغانستان د پانګونې لپاره ښه ځای دی

5 میزان 1402 ساعت 10:47

د قزاقستان ځینو سوداګرو د افغانستان او قزاقستان هېوادونو د خصوصي سکتور په ګډه ناسته کې ویلي، افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ لپاره یو امن او ښه ځای دی.


د قزاقستان ځینو سوداګرو د افغانستان او قزاقستان هېوادونو د خصوصي سکتور په ګډه ناسته کې ویلي، افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ لپاره یو امن او ښه ځای دی.
 
پرون د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور تر منځ په افغانستان کې د پانګونې د جذب په خاطر غونډه شوې ده.
 
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وايي، په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو، د غیر الکولي څښاک، کریمه ډبرو او معدني توکو، کیمیاوي سرې، د موټرو بېټرۍ، رخت او نساجۍ، نفتي توکو، غنمو او اوړو، سیاحت او رستورانت لرلو او خوراکي توکو د تولید پر پانګونه خبرې وکړې.
 
د سرچینې په وینا د قزاقستان سوداګرو او پانګوالو  افغانستان  د سودارګرۍ او پانګونې لپاره یو امن او مناسب چاپېریال وباله.
 
قزاقي سوداګر  ارمان، یسین تایوف ویلي، هڅه کوي، په نېږدې راتلونکې کې به د افغانستان د تولیدي صنایعو نندارتون په قزاقستان کې هم جوړ کړي او د قزاقستاني محصولاتو نندارتون به افغانستان کې.
 
جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 164164

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164164/

جمهور
  https://www.jomhornews.com