ګوترش:

د اټومي سلاح لرونکي ټول هېوادونه باید بې وسلې کړای شي

5 میزان 1402 ساعت 10:49

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د ټولو هغو هېوادونو د بې وسلې کولو غوښتنه کړې، چې اټومي وسلې لری.


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د ټولو هغو هېوادونو د بې وسلې کولو غوښتنه کړې، چې اټومي وسلې لری.
 
ګوترش  د اټومي یا هستوي وسلو د لمنځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د اټومي وسلو د خطر له منځه وړلو یوازینۍ لار په نړۍ کې د هستوي وسلو په مکمل ډول له منځه وړل دي.

ښاغلي ګوترش په دغه پیغام کې غوښتنه کړې، ټول هغه هېوادونه چې اټومي وسلې لري باید بې وسلې کړای شي.
 
ګوترېش لیکلي: په داسې حال کې، چې د اټومي وسلو د لمنځه وړولو نړیواله ورځ لمانځو، باید له یو بله همکاري وکړو تر څو دغه تخریبوونکي وسایل د تل لپاره له منځه یوسو.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 164165

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164165/

جمهور
  https://www.jomhornews.com