محمد صدیقي فر:

افغانستان ته د صادراتو په اړه باید نوې کړنلاره رامنځ ته کړای شي

5 میزان 1402 ساعت 11:02

په هرات ولایت کې د ایران  سرقونسل محمد صدیقي فر وايي، افغانستان ته د ایراني صادراتو او نفتي توکو د ستونزو د حل لپاره نوې کړنلاره تر لاس لاندې ده.


په هرات ولایت کې د ایران  سرقونسل محمد صدیقي فر وايي، افغانستان ته د ایراني صادراتو او نفتي توکو د ستونزو د حل لپاره نوې کړنلاره تر لاس لاندې ده.
 
نوموړي ویلي، د هرات له والي سره په یوه دیپلوماتیکه لیدنه کې پر دې هوکړه وشوه، چې له ایران څخه و افغانستان ته د صادراتو او نفتي توکو د لېږد په اړه یوه نوې کړنلاره تعین او رامنځ ته کړای شي.
 
د هغه په ونیا افغانستان ته د ایران د نفتي توکو د صادراتو برخه کې یو اساسي مشکل شته دی او په ځينو برخو کې دغه محمولې ستونزمنې وي او بېرته ایران ته ګرځول کېږي.
 
دی وايي، ځینو سوداګرو هیدروکربني مواد د ګازوئیل تېلو په اظهارباڼه ګمرک کړي وي او د هغو په صادراتو لاس پورې کوي، چې د ایران په دوغاران او د افغانستان په اسلام کلا ګمرکونو کې د ګمرکي څېړنو د توپیر په دلیل د ټېلرو او د موټر چلوونکو لپاره ستونزې رامنځ ته کوي.

ده ویلي، زموږ د هېواد کړنلاره دا ده، چې د دواړو هېوادونو تر منځ یوه ګډه ګمرکي کړکۍ رامنځ ته شي او یا د افغانستان له لوري په پوله کې یوه ستنډرډ اداره جوړه شي او محمولې له وتلو وړاندې د ایران په خاوره کې صحت سنجي کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 164168

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164168/

جمهور
  https://www.jomhornews.com