د عراق له زندانو ۲۵ تنه افغانان خوشي شول

6 میزان 1402 ساعت 9:52

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی او بغداد کې د دوی د سفارت په هڅو ۲۵ تنه افغانان د عراق له زندانونو راخوشي شوي دي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی او بغداد کې د دوی د سفارت په هڅو ۲۵ تنه افغانان د عراق له زندانونو راخوشي شوي دي.
 
حافظ ضیا احمد نن(پنشنبې د تلې ۵ مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: د بهرنیو چارو وزارت او بغداد کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت په هڅو ۲۷ تنه افغانان چې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د عراق په زندانونو کې بندیان و خوشي او د اړینو اسنادو له ورکړې وروسته هېواد ته راستانه شول.
 
دی وايي، د بهرنیو چارو وزارت د خپل هېواد د وګړو د حقوق دفاع او ملاتړ خپله دنده بولي او په دې برخه کې د هر یوه هېوادوال د خلاصون لپاره که په عراق کې وي او که د نړۍ په نورو هېوادونو کې ملت ته ډاډ ورکوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 164204

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164204/

جمهور
  https://www.jomhornews.com