خوست کې هم یوه مېرمن له کورني زندانه وژغورل شوه

9 میزان 1402 ساعت 14:02

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، خوست ولایت کې یې هم یوه مېرمن له لس کلن کورني زندان څخه ژغورلې ده.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، خوست ولایت کې یې هم یوه مېرمن له لس کلن کورني زندان څخه ژغورلې ده.
.
دغه وزارت ویلي، د خوست ولایت د ګربز ولسوالۍ پولیسو یوه مېرمن چې له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې د خپل خاوند له خوا په یوه تیاره کوټه کې زنداني شوې وه راخوشې کړه.

سرچینې زیاته کړې، چې د دغه مېرمنې خاوند او زوی هم د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې کابو دوه اونۍ وړاندې کابل کې هم یوه مېرمن چې له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې د خپلو وروڼو له خوا په یوه کوټه کې بندي کړل شوې وه، راخوشې کړه.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 164295

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164295/

جمهور
  https://www.jomhornews.com