طالبان:امریکا د افغانستان او ایران له ښو اړیکو ناخوښه ده

10 میزان 1402 ساعت 9:40

د طالبانو د کورنیو چارو معین محمد نبي عمري ویلي، امریکا د افغانستان او ایران د نېکو اړیکو څخه ناخوښه ده او د دغه دواړو هېوادونو تر منځ د شخړو رامنځ ته کولو هڅه کوي.


د طالبانو د کورنیو چارو معین محمد نبي عمري ویلي، امریکا د افغانستان او ایران د نېکو اړیکو څخه ناخوښه ده او د دغه دواړو هېوادونو تر منځ د شخړو رامنځ ته کولو هڅه کوي.

عمري دا څرګندونې پرون د تلې ۹ مه کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي سره په لیدنه کې کړې او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی دی.

دی وايي، امریکا او د سیمې او له سیمې ورهاخوا ځینې هېوادونه د افغانستان او ایران تر منځ له نېکو اړیکو ناخوښ دي او دوه اړخیزه اړیکو کې د ستونزو رامنځ ته کولو په لټه کې دي.

د هغه په وینا امریکا او دغه هېوادونو په دې لار کې له بېلا بېلو وسیلو له هغې ډلې رسنۍ او مجازي فضا پر مټ هڅه کوي، ستونزې او د دواړو هېوادونو تر منځ تقابل رامنځ ته کړي.
 
بل خوا د ایران مرستیال سفیر ویلي، د دوی موخه هم  افغانستان کې د امنیت د ټینګښت، له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې مرسته، له داخلي جګړې مخنیوی او د اقتصادي پراختیا او پرمختیا پر لور د افغانستان خوځول دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې ایران غواړي افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ولاړ شي او په دې برخه کې د اوسنی حکومت له چارواکو غواړي، چې د کډوالو د ستنېدو لارې چارې ولټوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 164312

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164312/

جمهور
  https://www.jomhornews.com