مولوي انور:

موږ د خلکو د ستونزو د حل لپاره جدي عمل کوو

10 میزان 1402 ساعت 9:47

 د طالبانو د چارو ادارې عمومي رییس مولوي انور الحق انور ویلي، د دوی امارت د خلکو د ستونزو د حل لپاره جدي عمل کوي.


 د طالبانو د چارو ادارې عمومي رییس مولوي انور الحق انور ویلي، د دوی امارت د خلکو د ستونزو د حل لپاره جدي عمل کوي.
 
نوموړي زیاته کړې، چې د دوی چارواکي د خلکو له منځ څخه راپورته شوي او د ملت له درد څخه خبر دي، نو ځکه د خلکو د ستونزو د حل لپاره جدي عمل کوي.
 
دی وايي، د اداري چارو پېچلو پروسو کې د خلکو حقوق تلف کېږي او دا د امارت وجیبه ده، چې د خلکو له حقوقو ساتنه وکړي.
 
په ورته وخت کې د طالبانو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو رییس مولوي عبدالحنان عارف الله ویلي، هغه ستونزې چې خلک ورسره په اماراتي ادارو کې مخ کېږي، د دغه ادارې په هڅو له منځه وړل کېږي او د خلکو په چارو کې اسانتیاوې رامنځ ته کوي.
 
نوموړي ادعا کړې، چې تېر کال ۳۶۶ پروسې په وزارتونو او امارتي ادارو کې ساده کړل شوې او دا لړۍ دوام لري.
 
جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 164314

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164314/

جمهور
  https://www.jomhornews.com