د طالبانو ادعا:

د دوه میلیارد ډالرو صادرات مو کړي/ ۱۲۰ چک ډېمونه جوړو

11 میزان 1402 ساعت 10:46

د طالبانو دولت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې د ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت کرنیز محصولات بهر ته صادر شوي دي.


د طالبانو دولت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې د ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت کرنیز محصولات بهر ته صادر شوي دي.

نوموړي پرون په غور کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې دوی د هېواد د غذايي خپلواکۍ په لټه کې دي او د دغه کار لپاره ګڼې طرحې او پلانونه په پام کې لري.

عطالله عمري دا هم ویلي، چې په راتلونکې کال کې به کابو ۱۲۰ چک ډېمونه او د اوبو زېرمې جوړې شي، چې د غور خلک به هم له دغه پروژو څخه برخمن شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 164362

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164362/

جمهور
  https://www.jomhornews.com