بامیانو کې د ضحاک ښار د بیارغونې چارې پیل شوې

11 میزان 1402 ساعت 11:03

د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ضحاک لرغوني او تاریخي ښار د بیارغونې چارې پيل شوې.


د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ضحاک لرغوني او تاریخي ښار د بیارغونې چارې پيل شوې.

د دغه ښار د بیارغونې چارې نن سه شنبې د تلې ۱۱ مه پیل شوې، چې مالي ملاتړ یې یونسکو کوي او چارې یې د ګلوریا شرکت له خوا پر مخ وړل کېږي.

سیمه ییز چارواکي وايي، د ضحاک لرغوني ښار د بیارغونې چارې به په راتلونکو دوه میاشتو کې بشپړې شي.
 
جمهورخبري آژانس

 
 


د مطلب کود: 164366

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164366/

جمهور
  https://www.jomhornews.com