چینايي سوداګر په جلغوزو پسې پکتیا ولایت ته تللي دي

11 میزان 1402 ساعت 11:11

د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، یو شمېر چنیايي سوداګر دغه ولایت ته په جلغوزو پسې ورغلي او غواړي په دې برخه کې پانګونه وکړي.


د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، یو شمېر چنیايي سوداګر دغه ولایت ته په جلغوزو پسې ورغلي او غواړي په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د سرچینې په وینا دغه سوداګر پرون د تلې ۱۰ مه د پکتیا مرکز ګردیز ته ورغلي او د افغانستان د جلغوزو ستانیه یې کړې ده.

چنیايي سوداګرو ویلي، د افغانستان جلغوزه ښه کیفیت لري او دوی به هڅه وکړي، چې نور چینايي سوداګر هم په دې برخه کې پانګونې ته وهڅوي.
 
د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، دغه ولایت ته د چینايي سوداګرو ورته او د جلغوزو اخستل به د جلغوزو لپاره د بازار موندنې په برخه کې ګټور تمام شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 164367

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164367/

جمهور
  https://www.jomhornews.com