د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد وايي، په تېرو دوه کلونو کې ۳۰۰ روغتونونه او روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي.
طالبان: ۳۰۰ روغتونونه او روغتیايي مرکزونه مو جوړ کړي
12 میزان 1402 ساعت 10:13
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد وايي، په تېرو دوه کلونو کې ۳۰۰ روغتونونه او روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد وايي، په تېرو دوه کلونو کې ۳۰۰ روغتونونه او روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي.
عباد دا څرګندونې نن د تلې ۱۴ مه د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره کابل کې د خبرو پر مهال کړې ده.
نوموړي ویلي، عامې روغتیا وزارت په تېرو دوه کلونو کې ۳۰۰ روغتونونه او روغتیايي مرکزونه په هېواد کې جوړ کړي دی.
ده د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر منځ پر همکارۍ ټينګار وکړ او د اسلامي همکاریو سازمان استازي هم پر همدې ټکي ټینګار درلود.
جمهورخبري آژانس
د مطلب کود: 164390
دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164390/