ملا برادر:

که مې د سر به بیه هم  تمام شي، د کونړ د سیند اوبه به راګرځوم

5 قوس 1402 ساعت 9:02

د طالبانو د ریاست الوزرا  اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په غبرګون کې وايي، که د خپل سر په بدل کې هم وي، د کونړ د سیند اوبه به راوګرځوي.


د طالبانو د ریاست الوزرا  اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په غبرګون کې وايي، که د خپل سر په بدل کې هم وي، د کونړ د سیند اوبه به راوګرځوي.

د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد نن د لیندۍ ۵ مه د ملا عبدالغني برادر له قوله پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: که مې سر هم ولاړ شي د کونړ سیند اوبه به راګرځوم.
 
ښاغلي برادر ویلي«زموږ اراده قوي ده، د افغانستان د جوړولو لپاره بېلابېلې برنامې لرو، دا وطن به د افغانستان د خلکو لپاره جوړوم.»

د یادونې ده، چې د پاکستان لنډمهالي حکومت له یو نیم میلیون څخه زیاتو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، چې تر اوسه پورې یې کابو نیم میلیون په زور او ډېره بې عزتي سره را ایستلي دي.

د پاکستان د حکومت دغه اقدام په نړیوال کچه وغندل شو او له کډوالو سره د هغوی چلند د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل وبلل شو.

تر برادر مخکې ځینې نورو طالب چارواکو هم پر پاکستان سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان د خپل امنیت په خپله ټینګ کړي او پړه دې پر افغانانو نه اچوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166169

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166169/

جمهور
  https://www.jomhornews.com