پاکستان په سیاسي فعالیتونو کې د افغان کډوالو پر ګډون بندیز ولګاوه

9 قوس 1402 ساعت 8:57

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د راتلونکو ټاکنو په ګډون په سیاسي فعالیتونو کې د مېشتو افغان اتباعو ګډون منع کړی دی.


د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د راتلونکو ټاکنو په ګډون په سیاسي فعالیتونو کې د مېشتو افغان اتباعو ګډون منع کړی دی.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ «اګست ۸» د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي «د راتلونکو ملي انتخاباتو په درشل کې په هېواد کې د مېشتو افغانانو لپاره په هر ډول سیاسي او انتخاباتي فعالیتونو کې ملاتړ یا ګډون غیر قانوني دی».

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، هغه کسان چې دغه حکم نه مني، د قانوني حیثیت په پام کې نیولو پرته به له هېواده وایستل شي.

دا حکم د پاکستان د ملي انتخاباتو په درشل کې صادر شوی دی.

ټاکل شوې د پاکستان عمومي ټاکنې د راتلونکي کال د فبرورۍ پر اتمه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې له ۱۹۸۰ لسیزې را وروسته په لسګونه زره افغانان په پاکستان کې ژوند کوي او یو شمېر یې د پاکستان له حکومت څخه د اوسېدو قانوني اسناد لري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 166328

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166328/

جمهور
  https://www.jomhornews.com