مومندزی: هند افغان دیپلوماتان طالبانو سره تعامل ته هڅول

9 قوس 1402 ساعت 9:00

په نوي ډیلي کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر فرید مومندزی وايي، د هند حکومت دیپلوماتان هڅولي چې له طالبانو سره تعامل وکړي.


په نوي ډیلي کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر فرید مومندزی وايي، د هند حکومت دیپلوماتان هڅولي چې له طالبانو سره تعامل وکړي.

ښاغلي مومندزي پرون د لیندۍ ۸ مه په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت له تړل کېدو وروسته بلومبرګ ته ویلي، په هند کې ډېری پخواني ډیپلوماتان له هېواده وتلي او یوازې هغه کسان پاتې دي چې د طالبانو ملاتړ کوي.

د هغه په وینا، په ممبۍ کې د افغانستان قونسل ذکیه وردک، په حیدراباد کې د افغانستان قونسل جنرال سید محمد ابراهیم خیل او په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت تجارتي سلاکار محمد قادر شاه د طالبانو د ډلې ملاتړ کوي.

د افغانستان پخواني سفیر همداراز یادونه وکړه، چې په وروستیو میاشتو کې د هند د حکومت او طالبانو ترمنځ اړیکې نږدې شوې دي.

هندي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې تېره اونۍ په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت په بشپړ ډول تړل شوی و.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 166330

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166330/

جمهور
  https://www.jomhornews.com