لوګر کې د خروار اوبو بند پروژې د جوړولو چارې پیل شوې

9 قوس 1402 ساعت 9:46

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د اوبو د بند جوړولو د لومړۍ برخې چارې پیل شوې.


د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د اوبو د بند جوړولو د لومړۍ برخې چارې پیل شوې.

دغه وزارت نن د لیندۍ ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یاد بند د جوړېدو چارې د یاد وزارت د سرپرست مولوي عبدالطیف منصور له خوا پیل شوې.

مولوي منصور د دغه پروژې پرانسته کې ویلي، اوس د اقتصادي پرمختګ او هېواد د پرمختیا وخت رارسېدلی دی او په دې برخه کې د اوبو او برېښنا وزارت مشرتابه د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي، چې رښتینې هڅې کوي تر څو خپل مسوولیت په ښه توګه تر سره کړي.
 
د خروار بند د جوړولو پروژه د لومړي ځل لپاره د شهید سردار محمد داوود خان په حکومت کې پیل شوې وه، خو له بده مرغه د حګړو له امله یې چارې پاتې شوې.
 
د خروار بند د ۳۶ متره په لوړوالي او ۱۴۰ متره په اوږدوالي د ۱۷ میلیون متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري، چې له بشپړېدو وروسته به کابو شپږ زره هکتاره ځمکه خړوبوي او ۱۳ زره کورنۍ به ترې ګټه اخلي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166332

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166332/

جمهور
  https://www.jomhornews.com