ملا یعقوب:

هېڅ هېواد د افغانستان ته داخلي چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوو

11 قوس 1402 ساعت 8:59

د طالبانو د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد ویلي، هېڅ یوه یرغلګر ته د هېواد په چارو کې د مداخلې اجازه نه ورکوي.


د طالبانو د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد ویلي، هېڅ یوه یرغلګر ته د هېواد په چارو کې د مداخلې اجازه نه ورکوي.
 
ملا یعقوب دغه څرګندونې د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز له تعلیماتي مرکز څخه د ۸۹۷ تنو کمانډو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې کړي دي.

نوموړي فارغ شویو کسانو ته په خطاب کې و ویل، چې د نورو امنیتي ارګانونو سره اوږه په اوږه له خاورې او خلکو څخه دفاع وکړي.

مجاهد ډاډ ورکړ، چې دغه ځواکونه به د خلکو د سر او مال ساتنه کوي او له خلکو یې هم وغوښتل، چې تر څنګ یې ودرېږي.

ښاغلي مجاهد ټینګار وکړ، چې هېڅ یوه یرغلګر ته به د هېواد په چارو کې د مداخلې اجازه نه ورکړي.
 
د یادونې ده، چې ۸۹۷ تنه ځانګړو ځواکونو یا کمانډو له ۶ میاشتې عقیدتي، کمانډويي او مسلکي زده کړو څخه د دفاع وزارت د ستردرستیز د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ د عالي زده کړو څخه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166356

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166356/

جمهور
  https://www.jomhornews.com