هرات کې ډزې؛ د دوو شیعه دیني عالمانو په ګډون ۶ تنه ووژل شول

11 قوس 1402 ساعت 9:09

د هرات په جبل السراج ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو په ډزو کې د دوو شیعه دیني عالمانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.


د هرات په جبل السراج ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو په ډزو کې د دوو شیعه دیني عالمانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

په هرات ښار کې ځايي سرچينې وايي، دغه بريد د جمعې په ورځ د لیندۍ په ١٠مه له غرمې وروسته د قره مېلي په سيمه کې هغه مهال وشو، چې پر موټر سايکل سپرو وسله والو د رېکشا په سپرلۍ ډزې وکړې او په ډزو يې ووژل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې پېښې په قربانيانو کې د محمد محسن حميدي او محمد تقي صادقي په نومونو دوه شيعه ديني عالمان هم شامل دي.

سرچينې زياته کړې، چې د دغه بريد قربانيان د يوه بل شيعه ديني عالم اختر محمد اعتمادي د مړينې په څلوېښتمه ورځ د جنازې له تالار څخه جبرائيل ته راستنېدل.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په تېره یوه میاشت کې د ډزو په دوو پېښو کې ۳ شیعه دیني عالمان د هرات په جبریل ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا په نښه او ووژل شول.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166361

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166361/

جمهور
  https://www.jomhornews.com