حقاني او متقي د اسلامي نړۍ د علماوو له پلاوي سره کتلي دي

11 قوس 1402 ساعت 13:19

د طالبانو د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو سراج الدین حقاني او امیرخان متقي کابل ته د اسلامي نړۍ د علماوو له راغلي پلاوي سره په جلا جلا توګه کتلي دي.


د طالبانو د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو سراج الدین حقاني او امیرخان متقي کابل ته د اسلامي نړۍ د علماوو له راغلي پلاوي سره په جلا جلا توګه کتلي دي.
 
د مصر د لوی مفتي شیخ یوسف قرضاوي د ځای ناستې په مشرۍ د اسلامي علماوو د تېرې پنشنبې په ورځ کابل ته راغلی او له طالبانو چارواکو سره یې لیدلي دي.
 
ډاکټر علي قره داغي ویلي، د فلسطین ستونزه د اسلامي امت ګډ درد دی او  افغانستان سره د قطر هېواد مرستو ته په اشارې یې افغانستان سره د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.
 
د فلسطین د علماوو ټولنې مشر شیخ ډاکټر نواف تکروري ویلي، د ظالمانو پر وړاندې د فلسطین د خلکو او مجاهدینو مبارزه دوام لري، خو د نړۍ ټول مسلمانان مسؤلیت لري چې د مظلومو مسلمانانو ملاتړ وکړي.
 
سراج الدین حقاني ویلي، د فلسطین د مسلمانانو درد احساسوي او د یهودي اشغالګرو د بې عدالتیو له امله ځوریږي خو په وینا یې د فلسطینیانو د مقاومت په نتیجه کې به د فلسطین خاوره د اشغالګرو له منګولو ازاده شي او د فلسطین له خلکو سره مرسته به د ټولو افغانانو لپاره ویاړ وي.
بل خوا له مقتي سره لیدنه کې هم د اسلامي نړۍ د عالمانو د اتحاديې عمومي منشي ډاکټر علي قره داغي ویلي، د فلسطين مسله د ټول ملت مسله ده او مسووليت يې د نړۍ د ټولو مسلمانانو په غاړه دی.
 
امیرخان متقي ویلي، دلته بشپړ امنیت تامین شوی، موږ د زیاتېدونکو سیاسي او اقتصادي پرمختګونو شاهدان یو، د خوښۍ خبره ده چې افغانستان د لومړي ځل لپاره په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ په حال کې دی چې اوس د نفتو تولیدونکي هېوادونه په نوملړ کې شامل شوی دی.
 
جمهورخبري آژانس
 
 
 


د مطلب کود: 166388

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166388/

جمهور
  https://www.jomhornews.com