هدایت الله بدري:

د افغانستان بانکي او اسلامي سیستم په بشپړ ډول اسلامي کوو

11 قوس 1402 ساعت 14:54

د طالبانو د مرکزي بانک سرپرست ویلي، دوی ټاکلې چې د افغانستان بانکي او مالي سیستم په بشپړ ډول اسلامي کړي.


د طالبانو د مرکزي بانک سرپرست ویلي، دوی ټاکلې چې د افغانستان بانکي او مالي سیستم په بشپړ ډول اسلامي کړي.
 
بدري په بحرین کې د IOF او اسلامي پراختیایي بانک په ۱۸ مه کلنۍ غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، دوی هودمن دي، چې د افغانستان ټول بانکي او مالي سیستم بشپړ اسلامي کړي، له سود او نورو حرامو کړنو یې پاک کړي.

هغه زیاته کړې، چې په اوس وخت کې هر ډول سودي معاملې بندې دي او او ټول دودیز او انتفاعي بانکونه به د پروګرام له مخې په اسلامي بانکدارۍ بدل شي.
 
نوموړي ویلي، په دې برخه کې د نورو اسلامي هېوادونو له تجربو او د نړیوالو اسلامي بنسټونو له تخصص او پوهې څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان بانکي او مالي سیستم له سود او حرامو ګټو خلاص کړي.
 
دی وايي، د اسلامي بانکدارۍ مالي محصولات نه یوازې په بڼه، بلکې په اصل او ماهیت کې هم باید له شرعي معیارونو سره مطابقت ولري.

بدري ټینګار وکړ چې بانکي تمویل باید په هغو برخو کې ترسره شي چې خلکو ته ګټه ورسوي او د شرعي اهدافو په ترلاسه کولو کې له موږ سره مرسته وکړي، هغه پروژې چې کارموندنې رامنځته کوي، د بې وزلۍ کمول، ټولنیز-اقتصادي عدالت تامینوي او د چاپیریال ښه والي ته باید پاملرنه او تمویل شي.
 
جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 166389

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166389/

جمهور
  https://www.jomhornews.com