یونیسف: د پولیو محوه کولو ته ژمن یو، طالبان دې همکاري راسره وکړي

15 قوس 1402 ساعت 9:09

په افغانستان کې د یونیسف ساحوي مسوول او د بیل او میلندا ګیتس بنسټ رییس وايي، دوی په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو ته ژمن دي خو که طالبان همکاري ورسره وکړي.


په افغانستان کې د یونیسف ساحوي مسوول او د بیل او میلندا ګیتس بنسټ رییس وايي، دوی په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو ته ژمن دي خو که طالبان همکاري ورسره وکړي.

سنجي ویجسیکیرا او  کریس الیاس دغه څرګندونې د طالبانو د ریاست الوزار اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې دي.

د طالبانو ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یونیسف ساحوي مسوول سنجي ویجسیکیرا له قوله وايي، دغه موسسه په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې د اسانیتاو رامنځ ته کولو لپاره په خپلو ټولو امکاناتو هڅه کوي.
 
دی وايي، افغانستان او پاکستان یوازې هغه هېوادونه دي، چې تر اوسه په کې پولیو شته او دوی په دې هڅه کې دي، تر څو پولیو له نړۍ څخه ورکه کړو.
 
ښاغلي ویجسیکیرا د طالبانو له مشرتابه وغوښتل چې په دې برخه کې له یونیسف سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
 
د بیل او ملیندا ګیتس بنسټ رییس کریس الیاس ویلي«موږ د پولیو له منځه وړلو ته ژمن خو له طالبانو هیله لرو تر څو په دې برخه کې زموږ سره همکاري وکړي.»
 
نوموړي ټینګار کړی، چې دوی په خپلو ټولو امکاناتو او ټولو نړیوالو روغتیايي بنسټونو په همکارۍ د دغه پلان او له نړۍ څخه د پولیو ورکولو لپاره له هېڅ راز هڅو سپما نه کوو.
 
مولوي حنفي هغوی ته د همکارۍ ژمنه ورکړې، خو ترې غوښتي یې دي، چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړولو ته پاملرنه زیاته کړي.
 
جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 166517

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166517/

جمهور
  https://www.jomhornews.com