چین غواړي د افغانستان د وچو میوو په پروسس پانګونه وکړي

15 قوس 1402 ساعت 9:36

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د چین له سفیر جاوې شینګ سره په لیدنه کې له دغه هېواد نه غوښتي، چې د افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې نورې هم پراخه کړي.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د چین له سفیر جاوې شینګ سره په لیدنه کې له دغه هېواد نه غوښتي، چې د افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې نورې هم پراخه کړي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن لیندۍ ۱۵ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي پرون د چین له سفیر ښاغلي جاوې شینګ سره کتلي دي.

په دې کتنه کې عزیزي د چین او طالبانو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا غوښتنه وکړه.

جاوې شنګ هم ویلي، چینايي شرکتونه به هڅه وکړي چې د افغانستان د وچو میوو په بهیر کې پانګونه وکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166525

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166525/

جمهور
  https://www.jomhornews.com