جولیتا والز نویس او پاکستاني اصف دراني پر افغان کډوالو خبرې کړې

15 قوس 1402 ساعت 9:56

د کډوالو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله جولیتا والز نویس وايي، اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال یې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.


د کډوالو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله جولیتا والز نویس وايي، اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال یې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.

والس نویز په خپل ټویټر کې لیکلي چې د لندۍ په ۱۴ مه یې له ښاغلي دراني سره د افغان کډوالو په اړه وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

بل خوا اصف دراني هم ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او په پاکستان کې یې د دغه هېواد له سفیر سره کتلي دي.

هغه زیاته کړې "موږ د افغان کډوالو او د هغوی د بیا میشتیدنې په اړه خبرې وکړې."

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له تېرو دوه میاشتو راهیسې په زور د افغان کډوالو د راایستلو لړۍ پیل کړې ده.

تر اوسه پورې دغه هېواد تر ۴۲۰ زره څخه زیات افغان کډوال په زور را ایستلي او دغه لړۍ لا هم په شدت سره دوام لري.

که څه هم په نړیواله کچه له پاکستان څخه وغوښتل شول، چې د کډوالو ایستلو لړۍ ودروي خو دغه هېواد ورته کومه پاملرنه نه ده کړې.

پاکستان نه یوازې له افغان کډوالو سره زور زیاتی کوي، بلکې زنداني کوي، بې غزته کوي او ان مال او شتمنۍ یې هم ترې لوټي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 166528

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166528/

جمهور
  https://www.jomhornews.com