طالبانو تخار کې د يوه پخواني سرتېري د کورنۍ درې غړي نیولي

15 قوس 1402 ساعت 10:13

تخار کې سرچینې وايي، د دغه ولایت په درقد ولسوالۍ کې د یوه پخواني سرتېري د کورنۍ درې غړي د طالبانو له خوا نیول شوي دي.


تخار کې سرچینې وايي، د دغه ولایت په درقد ولسوالۍ کې د یوه پخواني سرتېري د کورنۍ درې غړي د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه پخواني سرتېري چې شهزاد خان نومېږي پرون د لیندۍ ۱۴ مه د د درقد ولسوالۍ د موسيزي له کلي د کورنۍ درې غړي طالبانو ونیول.

سرچينې زياته کړې، چې شهزاد خان د تېر حکومت د ملي امنيت د استخباراتو مسوول و.

ويل کيږي چې په نيول شويو کسانو کې د دغه پخواني پوځي يو ورور، يوه خور او يوه لور شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو تل د خپل جبري شتون له امله د خپلو مطلوبو کسانو د کورنۍ غړي نيولي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166530

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166530/

جمهور
  https://www.jomhornews.com