د ویانا د غونډې پای: ملګري ملتونه دې د افغانستان د ستونزې په حل کې اقدام وکړي

15 قوس 1402 ساعت 10:24

د اتریش په پلازمینه ویانا کې د طالبانو د مخالفینو غونډه د افغانستان د ستونزې په حل کې د ملګرو ملتونو پر مرکزي رول او د طالبانو ضد ډلو ترمنځ د پراخ یووالي په ټینګار سره پای ته ورسېده.


د اتریش په پلازمینه ویانا کې د طالبانو د مخالفینو غونډه د افغانستان د ستونزې په حل کې د ملګرو ملتونو پر مرکزي رول او د طالبانو ضد ډلو ترمنځ د پراخ یووالي په ټینګار سره پای ته ورسېده.

د دغې غونډې ګډونوالو تېره شپه د لیندۍ په ١٤مه، د وروستۍ اعلاميې په خپرولو سره، د افغانستان د ستونزې په حل کې د ملګرو ملتونو پر مرکزي رول او د دغه سازمان له خوا د افغانستان د اوسني وضعيت د بدلون لپاره د يوې سياسي پروسې پر رامنځته کولو ټينګار وکړ.

اعلامیه کې راغلي، ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د ازادۍ، سولې، ثبات، دموکراسۍ، بشري حقونو، د قانون د حاکمیت او د بشري مرستو د دوام او عادلانه ویش د تامین لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

سرچینې زیاته کړې، ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د سیاسي ستونزو د حل او د حکومت مشروعیت ته د خپل کار په سر کې ځای ورکړي، له طالبانو سره دې خبرې اترې په دې چارو کې پرمختګ ته مشروطه کړي، د سولې د پروسې د تطبیق څارنه دې زیاته کړي او پر طالبانو د امنیت شورا بندیزونه زیات کړي.

د دې غونډې ګډونوالو له ملګرو ملتونو او د جرمونو له نړیوالې محکمې هم وغوښتل چې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو ثبتول او ثبوتول دې جدي ونیسي.

د اعلامیې له مخې، د دې غونډې ګډونوالو وویل چې دوی له اوسني بحران څخه د وتلو او د افغانستان په اوسني وضعیت کې د مثبت او چټک بدلون لپاره یوه لار نقشه وړاندې کړې او په دې برخه کې یې د نړیوالو ملاتړ او د افغان سیاسي ډلو د یوځای کېدو غوښتنه وکړه. 

په دې اعلامیه کې د وړاندې شوې لارې نقشې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

په اعلاميه کې همداراز راغلي چې د غونډې ګډونوالو د ترهګرو ډلو د فعاليتونو زياتوالي ته په پام سره د سيمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړه ليکونو او نړيوالو کنوانسيونونو پر بنسټ له هر ډول ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره خپلې هڅې همغږې کړي.

په دغه اعلاميه کې دغه راز د افغان ښځو له مبارزو څخه د اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاريو له سازمان څخه د ملاتړ او د طالبانو له خوا د اسلام د سپکاوي په وړاندې د څرګند دريځ غوښتنه شوې ده.

د دوی په وینا، د ولسواکۍ اصول، بشري حقونه او ملي یووالی په افغانستان کې د ولسواک او نمایشي سیاسي نظام د جوړېدو بنسټیز بنسټونه دي او دوی د خپل برخلیک د ټاکلو او له ځانه د دفاع لپاره د افغانانو د مقاومت ملاتړ کوي.

دغه غونډه د اتریش د نړیوالو چارو د انستیتوت په کوربه توب جوړه شوې وه او د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د مشر احمد مسعود په ګډون د طالبانو د اپوزیسیون مشرانو په کې ګډون کړی و.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 166533

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166533/

جمهور
  https://www.jomhornews.com