طالبانو راستنېدونکو سوداګرو ته د اسانتیاو رامنځ ته کولو کمېټه جوړه کړې

15 قوس 1402 ساعت 11:04

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، دوی د راستنېدونکو سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو د تنظیمي کمېټه جوړه کړې ده.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، دوی د راستنېدونکو سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو د تنظیمي کمېټه جوړه کړې ده.

یاد وزارت تېره شپه د لیندۍ ۱۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کمېټه د طالبانو د مشر ملا هبت الله د فرمان پر اساس د یاد وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي تر مشرۍ لاندې جوړه شوې ده.

عزیزي ویلي، چې د راستنېدونکو سوداګرو او صنعت کارانو لپاره لاندې اسانتیاوې او امتیازات، په پام کې نیول شوي دي:

د پنځو کلونو لپاره د مالیې معافیت، په صنعتي پارکونو کې د ځمکې وېش، د استوګنې د نمرو وېش، د ځانګړي دفتر جوړول، په بندرونو کې دفترونه، بهرنیو کارمندانو انجینرانو ته د اوږدې مودې ویزې ورکول، په هغو صنعتي پارکونو کې فعالیت ته زمینه برابرول چې بریښنا، ګاز او اسیدو ځای ولري، همدارنګه د دوه عدده موټرو لپاره د ګمرکي معافیت ورکول، د ماشینونو په سکتور کې د صنعتکارانو لپاره د ګمرکي معافیت ورکول، د ویب پاڼې او ټولنیزو شبکو له لارې د دې کمیټې لپاره دفعالیتونو خپرول، د بانکي خدماتو او د اسانتیاوو رامنځته کول، د سهامی  شرکت جوړول، په آسانه شرایطو سره د کانونو ورکول، د صنعتي پارکونو جوړول، د استوګنې سیمو ته نږدې د بازارونو او سوداګریزو مرکزونو جوړول، د وړتیاوو لوړولو لپاره د ورکشاپونو اوغونډو جوړول، د ماشينري اسانتياوې او د وړو فابريکو لپاره په زونونو کې د مرکزونو جوړول د دې کمېټې له خوا په پام کې نيول شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس

 
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 166536

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166536/

جمهور
  https://www.jomhornews.com