د طالبانو اقتصادي کمېسیون د ۴ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې پلې کوي

15 قوس 1402 ساعت 11:36

د طالبانو د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۴ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۸ پرمختیايي پروژې د منظورۍ خبر ورکړی دی.


د طالبانو د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۴ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۸ پرمختیايي پروژې د منظورۍ خبر ورکړی دی.
 
 د ملا عبدالغني برادر دفتر نن د لیندۍ ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تر مشرۍ لاندې د ملي تدارکاتو کمېسیون ناسته جوړه شوه.
 
سرچینې زیاته کړې، د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې ناسته کې ۲۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له ډلې یې د ۱۸ پروژو قرادادونه منظور او ۵ نورو پروژو د قراردادونو په اړه اړونده کمېتو ته دنده ورکړل شوه، تر څو یې هر اړخیز وڅېړي او وروستۍ پرېکړې لپاره یې د ملي تدارکاتو کمېسیون په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.
 
منظور شوې پروژې د ملي دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت، مالیې وزارت، ټولګټو چارو وزارت، مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت، برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولیز لګښت یې ۴ میلیارده افغانۍ دی.
 
په منظور شویو پروژو کې د چک وردګ بند د پاتې کارونو بشپړېدل، د ارغندي-غزني د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د پاتې کارونو بشپړېدل، په هرات او تورغونډۍ کې د ۲۲۰ کیلو ولټ نورالجهاد پروژې د انسولټرونو چمتو کول، د برېښنا بنسټیزه رغونه شامل دي. د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ تر منجې پورې د سړک د پاتې کارونو بشپړېدل د کابل- لوګر د سړک په دویم لین کې د ښاریانو لپاره د تیز رفتار انټرنیټي خدمتونو برابرول او یو شمېر پروژې شاملې دي.
 
جمهورخبري آژانس

 
 


د مطلب کود: 166540

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166540/

جمهور
  https://www.jomhornews.com