تخار کې د طالبانو يو قوماندان و وژل شو

15 قوس 1402 ساعت 13:33

په تخار ولایت کې ځايي سرچینې وايي، د طالبانو یو قومندان قاري زبیر د دغه ولایت مرکز تالقان ته څېرمه وژل شوی دی.


په تخار ولایت کې ځايي سرچینې وايي، د طالبانو یو قومندان قاري زبیر د دغه ولایت مرکز تالقان ته څېرمه وژل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تخار کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ دويم قوماندان قاري زبير تېر ماښام د لیندۍ په ١٤مه د تخار د مرکزي ولسوالۍ د "بادام دره" په کلي کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

وسله والو طالبانو سيمه ييزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د وسله والو طالبانو د مخالفينو فعاليتونه زيات شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166550

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166550/

جمهور
  https://www.jomhornews.com