طالبان غواړي د صیاد اوبه کابل ښار ته ولېږدوي

15 قوس 1402 ساعت 13:55

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت وايي، په پام کې لري، چې کابل کې د څښاک اوبو لپاره د کاپیسا ولایت د صیاد ولسوالۍ اوبه کابل ښار ته ورسوي.


د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت وايي، په پام کې لري، چې کابل کې د څښاک اوبو لپاره د کاپیسا ولایت د صیاد ولسوالۍ اوبه کابل ښار ته ورسوي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په همدې موخه د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور صیاد ته تللی او د اوبو له سیمې یې لیدنه کړې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه لیدنه د کابل ښار د څښاک اوبو برابرولو په موخه د ارزونې او څېړنې لپاره شوې ده.
 
د کاپیسا ولایت صیاد ولسوالي یو له هغه سیمو ده، چې ښې اوبه لري.
 
د دغه سیمې لومړنۍ څېړنې د جاپان د جای کای موسسې او اوبو او برېښنا وزارت له لوري تر سره شوې او نورې څېړنې به یې راتلونکې کې تر سره شي.
 
د اوبو او برېښنا وزارت چارواکو ویلي، د تخنیکي څېړنو تر سره کېدو وروسته به د بودجې او امکانانو په صورت کې په نېږدې راتلونکې کې له دغه سیمې کابل ښار ته د اوبو رسونې لپاره اړین اقدامات تر سره شي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166560

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166560/

جمهور
  https://www.jomhornews.com