حقاني: ډېرو د ملت له ادرسه سياست وکړ، خو له ولس سره يې خيانت وکړ

16 قوس 1402 ساعت 9:15

د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ادعا وکړه چې یو شمېر کسانو د ولس او ملت له ادرسه سیاست کړی، خو د خدمت پر ځای یې د خلکو له حقونو سره خیانت کړی دی.


د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ادعا وکړه چې یو شمېر کسانو د ولس او ملت له ادرسه سیاست کړی، خو د خدمت پر ځای یې د خلکو له حقونو سره خیانت کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن پنجشنبه د لیندۍ ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د دغه وزارت د څانګو له رئیسانو سره کتلي دي.

حقاني زیاته کړې، د طالبانو د امارت په چوکاټ کې شاملېدل او د عزت ترڅنګ د خلکو خدمت کول د دنیا او آخرت د بریا لامل کېږي.

نوموړي د طالبانو چارواکو ته امر کړی، چې اسلام د اعتدال دین دی، نو له خلکو سره په چلند کې د سختۍ پرځای نرمي وکړئ.

سراج الدین حقاني له طالبانو وغوښتل چې خپل شخصیت په اسلامي اخلاقو سمبال کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 166576

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166576/

جمهور
  https://www.jomhornews.com