د شیکاګو پوهنتون:

طالبانو په افغانستان کې لسګونه تاریخي سیمې د بلدوزرونو په وسیله ویجاړې کړې دي

3 حوت 1402 ساعت 11:12

د امریکا د شیکاګو پوهنتون څېړونکي وايي، طالب چارواکو د بلدوزرونو په واسطه د لرغونو اثارو د سیستماتیک لوټلو په هدف په افغانستان کې لسګونه تاریخي اثار ویجاړ کړي دي.


د امریکا د شیکاګو پوهنتون څېړونکي وايي، طالب چارواکو د بلدوزرونو په واسطه د لرغونو اثارو د سیستماتیک لوټلو په هدف په افغانستان کې لسګونه تاریخي اثار ویجاړ کړي دي.

د دغه پوهنتون د څېړنو څانګې تېره شپه یو راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوي، چې د دغو ځایونو د ویجاړولو لړۍ په تېر حکومت کې پیل شوې وه او د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې شدت موندلی دی.

د شیکاګو پوهنتون د کلتوري میراثونو د ساتنې د مرکز څیړونکو د سپوږمکۍ د انځورونو او نورو وسایلو په مرسته په ټول افغانستان کې تر ۲۹۰۰۰ ډیر لرغوني ځایونه په نښه کړي دي.

د دغه مرکز مشر ګيل سټين وويل، چې په دې وروستيو کې يو شمېر دغه ځايونه د بلدوزرونو په واسطه ويجاړ شوي دي.

هغه زیاته کړه چې "په اصل کې، خلکو لویې سیمې پاکې کړې ترڅو د سیمې منظم لوټ کول اسانه کړي."

د دغې څېړنې له مخې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په افغانستان کې ۱۶۲ لرغوني هستوګنځایونه په چټکۍ سره ویجاړ شوي دي.

راپور زیاتوي، چې طالبانو ۳۷ نور تاریخي ځایونه هم له منځه وړي دي.

پلټونکو د احتمالي لوټمارانو څخه د مخنیوي لپاره دقیق ځایونه ندي خپاره کړي.

څیړونکو ویلي چې د ځینو ویجاړ شویو ځایونو تاریخي عمر شاوخوا 1000 کاله قبل مسیح ته رسیږي.

زياتره دغه ويجاړ شوي ځايونه د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار په لويديځ کې موقعيت لري چې څه دپاسه دوه زره کاله مخکې د باختر مرکز و.
دا ښار په شپږمه پیړۍ کې د اچین امپراتورۍ پرمهال د افغانستان یو له بډایه او ډیری نفوس لرونکو سیمو څخه و.

د تاریخي روایتونو پر بنسټ، سکندر اعظم دغه سیمه په ۳۲۷ ق م کې فتحه کړه او د آخمینید واکمن له ماتې وروسته یې د روکسانه (روخشانه) په نوم له یوې باختري ښځې سره واده وکړ.

نننی بلخ چې د ورېښمو د لارې پر سر پروت دی، د زردشتي مذهب او بودايي زده کړو مرکز و.

خبرگزاری جمهور


د مطلب کود: 169192

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169192/

جمهور
  https://www.jomhornews.com