طالبانو تر ۸۸۷ قیراطه زیات د پنجشیر زمرد پلورلي دي

9 حوت 1402 ساعت 9:03

په پنجشیر کې د   طالبانوکانونو او پټرولیم ریاست وايي چې د دغه ولایت له کانونو څخه را ایستل شوي ۸۸۷.۰۷ کیراټ زمرد یې پلورلي دي.


په پنجشیر کې د   طالبانوکانونو او پټرولیم ریاست وايي چې د دغه ولایت له کانونو څخه را ایستل شوي ۸۸۷.۰۷ قیراطه زمرد یې پلورلي دي.

دغې ادارې د سې شنبې په ورځ د کب په ۸ مه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې دغه زمرد د لیلام له لارې پلورل شوي دي.

اعلامیه زیاتوی چې دغه زمرد په ۱۶ کڅوړو کې په ټولیز ډول په ۲۱۷۲۵۰ ډالرو پلورل شوی دی.

دا څوارلسم ځل دی چې طالبانو د پنجشیر زمرد پلوري.

د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د حکم له مخې د پنجشیر ولایت زمرد د دغې ډلې د حکومت د لګښتونو د تمویل لپاره پلورل کیږي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 169388

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169388/

جمهور
  https://www.jomhornews.com