د مقاومت شورا: د دوحې تړون دې لغوه شي

12 حوت 1402 ساعت 9:30

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د دوحې تړون د هېواد د روانو حالاتو بنسټ ګڼي او د هغه د لغوه کېدو غوښتنه کوي.


د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د دوحې تړون د هېواد د روانو حالاتو بنسټ ګڼي او د هغه د لغوه کېدو غوښتنه کوي.

دغې شورا د جمعې په ورځ د کب ۱۱مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوحې تړون د یوې سخت دریځې ډلې په رسمیت پېژندلو او د افغانستان د ملي ګټو او ملي حاکمیت پر ضد بل څه نه دي، چې د پخواني حکومت د زلمی خلیلزاد او عناصرو په همکارۍ ترسره شوي دي.

اعلامیې زیاته کړې، د افغانستان د نجات ملي مقاومت شورا د دوحې د تړون د مادو په لغوه کولو باندې د ټینګار په ترڅ کې په دې باور ده چې نننی وضعیت د یوې هراړخیزې ملي پروسې له لارې بدلون ته اړتیا لري.

دغې شورا د خلکو د ارادې پربنسټ د یوه جامع حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې که دا وضعیت دوام وکړي، افغانستان به په سیمه ییزه او نړیواله کچه د ترهګرۍ د ودې او صادرولو په مرکز بدل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې د څلورمې کلیزې په مناسبت د سپینې ماڼۍ ویاند کارن ژان پییر ویلي چې دې تړون طالبانو ته واک ورکړ، په افغان حکومت کې یې زموږ شریکان کمزوري کړل او [امریکا] ژمنه کړې چې خپل ځواکونه به د ولسمشر بایډن له لوړې وروسته څو میاشتې وروسته وباسي."

د سپینې ماڼۍ ویاند په افغانستان کې د یوه جامع سیاسي نظام د رامنځ ته کولو لپاره په بین الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره د طالبانو د ژمنو نه پوره کېدو ته په اشارې سره وویل، امریکا هڅه کوي طالبان خپلو ژمنو ته پابند کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 169505

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169505/

جمهور
  https://www.jomhornews.com