د کونړ-ننګرهار لویه لار د غره ښویدنې له امله تړل شوې ده

12 حوت 1402 ساعت 14:47

د کونړ-ننګرهار پر لویه لار د غره ښویدنې له امله دغه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.


د کونړ-ننګرهار پر لویه لار د غره ښویدنې له امله دغه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

ځايي سرچينې وايي، چې دغه پېښه نن سهار د کب په ١٢مه، د سپين جومات په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې پېښې له امله لويه لاره تړل شوې او د لارې دواړو غاړو ته لسګونه موټر چپه شوي دي.

ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 169538

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169538/

جمهور
  https://www.jomhornews.com