طالبان: په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت وده کړې ده

13 حوت 1402 ساعت 12:39

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت وده کړې ده.


د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت وده کړې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن یکشنبې د کب ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې غزني ولایت ته یې ګڼ شمېر بهرنیو سیلانیانو سفر کړی دی.

د غزني ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ملا حميدالله نثار وويل چې په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په غزني ولايت کې د ټوليز امنيت په ټينګښت سره د ګرځندوى فرهنګ د پام وړ زيات شوى دى.

نثار وويل چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې ٢٩٣ تنو بهرنيو سيلانيانو د غزني ولايت له تفريحي او سياحتي سيمو څخه ليدنه کړې ده چې زياتره يې د روسيې، ايران د اسلامي جمهوريت، چين، جنوبي کوريا او اروپايي هېوادونو اتباع دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 169574

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169574/

جمهور
  https://www.jomhornews.com