اوچا: له افغانستان سره د ۸۷ میلیونه ډالرو مرستې شوې

14 حوت 1402 ساعت 9:25

اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، تر اوسه له افغانستان سره د ټولو غوښتل شویو ۳.۰۶ میلیارده ډالرو مرستې یوازې ۸۷ میلیونه ډالر ورکړل شوي دي.


اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، تر اوسه له افغانستان سره د ټولو غوښتل شویو ۳.۰۶ میلیارده ډالرو مرستې یوازې ۸۷ میلیونه ډالر ورکړل شوي دي.

دغه دفتر د یکشنبې په ورځ ( د کب ۱۳) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د بودیجې کمښت په افغانستان کې د مرستو ډېر پروګرامونه له خطر سره مخامخ کړي دي.

دغه سازمان ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

په داسې حال کې چې دغه سازمان زیاته کړې، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې له ۳۲،۱ میلیونو وګړو سره یو ډول مرستې شوې دي.

خبرگزاري جمهور


د مطلب کود: 169595

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169595/

جمهور
  https://www.jomhornews.com