د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د ترکمنستان له بندر څخه لیدنه وکړه

14 حوت 1402 ساعت 10:02

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ترکمنستان ته د خپل سفر په دوام کې د ترکمنستان له بندره لیدنه وکړه.


د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ترکمنستان ته د خپل سفر په دوام کې د ترکمنستان له بندره لیدنه وکړه.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبې (کب ۱۴ مه) د دغه وزارت د سرپرست له قوله ویلي چې د جنوبي اسیا بازارونو ته د ترکمنستان د لاسرسي لپاره افغانستان مناسبه لار ده.

نوموړي وویل، چې افغانستان او ترکمنستان مناسب جغرافیایي موقعیت لري او له دغه موقعیت څخه په ګټې اخیستنې سره به دواړه هېوادونه لا زیاته اقتصادي وده وویني.

عزيزي زياته کړه، چې له دغه بندر څخه په ګټې اخيستنې سره د افغانستان د اړتيا وړ اومو موادو د لېږد رالېږد لپاره اسانتياوې رامنځته شوې او هڅه به وکړم، چې د هېواد ترانزيټي سکتور له دې لارې ګټه پورته کړي.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو د ډلې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ترکمنستان – افغانستان د لومړۍ سوداګریزې اړیکې د ناستې، د افغاني تولیداتو  توکو د نندارتون، د افغانستان د خصوصي سکتور د دوه اړخیزې ناستې او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د درې اړخیزې ناستې د پرانیستې په موخه ترکمنستان ته تللی دی. 

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 169599

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169599/

جمهور
  https://www.jomhornews.com