په یوه اوونۍ کې ۵ زره افغان کډوال له هېواده ایستل شوي دي

14 حوت 1402 ساعت 10:12

یوې پاکستانۍ رسنۍ "ساما ټلویزیون" خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه ۵ زره افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.


یوې پاکستانۍ رسنۍ "ساما ټلویزیون" خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه ۵ زره افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.

دغې رسنۍ د يکشنبې په ورځ د حوت په ١٣مه وويل چې له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو د جبري شړلو د بهير له پيل څخه تراوسه پورې له ٥٠٣ زرو څخه زيات کسان له پاکستان څخه ايستل شوي دي.

د دغې رسنۍ د معلوماتو له مخې، دغه بهیر په تېره یوه اوونۍ کې دوام لري او شاوخوا ۵ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

په همدې حال کې پاکستان د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

اسلام اباد ویلي چې ۱.۷ میلیارده افغان کډوال به وباسي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 169605

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169605/

جمهور
  https://www.jomhornews.com