د طالبانو دفاع ملا یعقوب د قطر له مرستیال امیر سره وکتل

15 حوت 1402 ساعت 8:30

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د قطر له مرستیال امیر شیخ عبدالله بن حمد آل ثاني سره وکتل.


د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د قطر له مرستیال امیر شیخ عبدالله بن حمد آل ثاني سره وکتل.

دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوازمي نن (سه شنبه د کب ۱۵مه) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد او قاري فصیح الدین فطرت د قطر هېواد د ډیمډیکس په نوم په دفاعي نندارتون کې ګډون کړی و، چې پکې بېلابېل پوځي تجهیزات او وسایط ایښودل شوي وو. شرکتونه ښودل شوي، او د مختلفو وسلو څخه لیدنه کړې.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 169636

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169636/

جمهور
  https://www.jomhornews.com