سویس له افغانستان سره ۱.۷ میلیونه ډالره مرسته وکړه

22 حوت 1402 ساعت 12:59

اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي چې د سویس حکومت له افغانستان سره ۱.۷ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.


اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي چې د سویس حکومت له افغانستان سره ۱.۷ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

دغه دفتر نن سه شنبه د کب په ٢٢مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه مرسته د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ځانګړې شوې ده.

اوچا د سویس د دې مرستې ستاینه کړې ده.

د اوچا په وینا، د سویس حکومت له ۲۰۱۶ کال راهیسې له افغانستان سره څه باندې ۱۹،۷ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو اعلان کړی و، چې په افغانستان کې به نږدې ۲۴ میلیونه وګړي تر ۲۰۲۴ کال پورې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 169941

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169941/

جمهور
  https://www.jomhornews.com