طالبانو او ازبکستان د همکاریو د هوکړې پر تطبیق خبرې وکړې

27 حوت 1402 ساعت 8:45

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقی د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سیدوف سره په ټیلیفون خبرې کړي دي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقی د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سیدوف سره په ټیلیفون خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن یکشنبې (د کب ۲۷ مه) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې دواړو لورو کابل ته د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر د وروستي سفر په اړه خبرې وکړې. ته رسیدل او د مسلو تعقیب.

دواړو لورو ډاډ ورکړ، چې د دواړو هېوادونو اړوندې څانګې به د شویو هوکړه لیکونو د تطبیق په برخه کې کار وکړي او د چارو د پرمخ بیولو په موخه به په لوړه کچه اړیکې وساتي او په راتلونکو څو ورځو کې به په دې اړه یوه تعقیبي غونډه هم جوړه کړي او اړوندې چارې به د وزیرانو په کچه ترسره کیږي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170079

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170079/

جمهور
  https://www.jomhornews.com