د پاکستان دفاع وزیر: زموږ هېواد کې ترهګریز بریدونه له افغانستانه کېږي

28 حوت 1402 ساعت 9:45

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ادعا کړې، چې په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه د طالبانو تر کنټرول لاندې له افغانستان څخه ترسره کېږي.


د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ادعا کړې، چې په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه د طالبانو تر کنټرول لاندې له افغانستان څخه ترسره کېږي.
د پاکستان جیو نیوز د کب په ۲۷ مه نېټه د خواجه اصف په حواله راپور ورکړ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان په پرتله په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ډېر شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د دغو بریدونو یو شمېر عاملین موندل شوي او اسلام اباد په دې اړه له طالبانو سره خبرې کړې دي.

خواجه اصف د افغان مهاجرینو په اړه دا هم وویل چې "هغه خلک (بهرني اتباع) چې د اعتبار وړ اسناد نه لري په پاکستان کې د اوسیدو اجازه نه ورکول کیږي."

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د پاکستاني پوځ پر پوسته وسله والو بريدګرو د بريد له امله شپږ سرتېري او د هغوى يو قوماندان وژل شوي وو.

د حافظ ګل بهادر اړوند کسانو چې د تحریک طالبان پاکستان یو قوماندان دی، د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170135

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170135/

جمهور
  https://www.jomhornews.com