د پاکستان پوځ د افغانستان په سویل کې هوايي بریدونه وکړل

28 حوت 1402 ساعت 10:25

د هېواد په جنوب د پکتیکا ولایت اوسېدونکي وايي، پاکستاني پوځیانو نن سهار د دې ولایت پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.


د هېواد په جنوب د پکتیکا ولایت اوسېدونکي وايي، پاکستاني پوځیانو نن سهار د دې ولایت پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د دوی په خبره دغه برید نن د کب ۲۸ مه سهار شاوخوا ۳ بجې د پکتیکا ولایت د برمل او سپېرې ولسوالیو  سیمه کې شوي دي.

ځینو سرچینو ویلي، چې په دغه برید کې د عبدالله شاه په نوم د تحریک طالبان پاکستان د یوه قوماندان د کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

دوی زیاتوي، چې د پېښې په قربانیانو کې دوه ښځې، دوه ماشومان او یو نارینه شامل دي.

ویل کیږي چې د برید پر مهال د تحریک طالبان پاکستان قومندان عبدالله شاه په خپل کور کې نه و.

د پاکستان حکومت او افغان طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. خو تحریک طالبان پاکستان اعلان کړی چې په دغو بریدونو کې د وزیرستان کډوال په نښه شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170137

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170137/

جمهور
  https://www.jomhornews.com