طالبانو د پاکستان سرپرست سفیر احضار کړی

29 حوت 1402 ساعت 8:52

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې دغه وزارت پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې د پاکستان د سفارت سرپرست احضار کړی دی.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې دغه وزارت پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې د پاکستان د سفارت سرپرست احضار کړی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تېره شپه (د حوت ۲۸مه) په خپله یوه پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو د امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځیانو د بریدونو په غبرګون کې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې چې په پایله کې یې ښځې او ماشومان شهیدان شول، د هغه هېواد د سفارت مشر په کابل کې احضار کړ او هغه ته یې د اعتراض لیک وړاندې کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پورتنیو بریدونو د غندلو په ترڅ کې پاکستان ته په اشارې سره ویلي چې د افغانستان د طالبانو امارت د نړۍ د زبرځواکونو پر وړاندې د ازادۍ لپاره د مبارزې اوږده تجربه لري او په هیڅ صورت په خپله خاوره د تیري نه شي زغملی.

په اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان نوی ملکي حکومت او خلک باید اجازه ورنکړي چې د یو شمېر کړیو غیر مسوولانه کړنو او ناسمو سیاستونو ته د دواړو ګاونډیو مسلمانو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پېچلې کولو اجازه ورکړي.

باید وویل شي، چې پاکستان پرون سهار په خوست او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه کړي او اعلان یې کړی، چې په دغو بریدونو کې د پاکستاني طالبانو د ډلې یو جګپوړی غړی عبدالله شاه هم وژل شوی دی.

خو د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو یوه جګپوړي غړي عبدالله شاه د پاکستان له دې ادعا څو ساعته وروسته په یوه ویډیويي پیغام کې چې د ده د وژل کېدو خبر ورکړ، ویلي چې نن د مبارکې میاشتې په اتمه نېټه په جنوبي وزیرستان کې مېشت یم او ژوندی یم او خپل کار ته به دوام ورکوم. پر پاکستان بریدونه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170170

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170170/

جمهور
  https://www.jomhornews.com