د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د چین له سفیر سره وکتل

2 حمل 1403 ساعت 9:36

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو مرستیال مولوي رحمت الحق فاضل د چین له سفیر جاوې شینګ سره وکتل او ویې ویل چې دغه ډله له چین سره د اړیکو ټینګول غواړي.


د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو مرستیال مولوي رحمت الحق فاضل د چین له سفیر جاوې شینګ سره وکتل او ویې ویل چې دغه ډله له چین سره د اړیکو ټینګول غواړي.

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د پنجشنبې په ورځ (۲حمل) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې فاضل ویلي چې د طالبانو امارت له چین سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او غواړي چې د دواړه هېوادونه تر منځ اړیکې لا پراختیا ومومي.

نوموړي پر افغانستان د پاکستان د برید په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د طالبانو امارت د سیمې له هېوادونو په تېره بیا د نړۍ له هېوادونو سره د مثبتو اړیکو تګلاره لري او نه غواړي چې له هېڅ لوري سره یې اړیکې پېچلې شي.

هغه وویل د طالبانو د ډلې اقتصادی سیاست ته په پام سره زمونږ ګټې د سیمې د اقتصادی پراختیا او پیوستون لپاره له سیمې سره د مثبتو اړیکو لرلو ته اړتیا لری.

د چین سفیر دا هم وویل چې دوی د سیمې امنیت او ثبات د چین په ګډون د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه ګڼي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170247

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170247/

جمهور
  https://www.jomhornews.com