طالبانو په کابل کې د غلو یوه ډله ونیوله

2 حمل 1403 ساعت 10:01

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې یې د وسله والو غلو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې یې د وسله والو غلو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.

دغه وزارت نن پنشنبې د وري ۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي،  دغه وسله وال او مسلکي غله د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې ونيول شول.

وسله وال طالبان وايي چې د پغمان ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پوليسو له څو ورځو تعقيب وروسته يوه پنځه کسيزه وسله واله او مسلکي غله د يوه کور د مالونو د غلا په مهال ونيوله.

نيول شويو کسانو ددغې ولسوالۍ په بيلابيلو سيمو کې په وسله والو غلاوو کې لاس درلود او له هغوى څخه يو لپ ټاپ کمپيوټر، دوه سمارټ فون سيټونه، شپږ ساده موبايل سيټونه او يو غلا شوى تلويزيون ترلاسه شوي دي.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې په واکمنۍ سره په هیواد کې د فقر او بیکارۍ کچه خپل اوج ته رسیدلې او د هیواد ځوانان جنایي جرمونو ته مخه کړې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170249

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170249/

جمهور
  https://www.jomhornews.com