په هلمند ولایت کې پنځه ماشومان مړه او ټپیان شول

4 حمل 1403 ساعت 14:02

د هلمند ولايت امنيتي چارواكي وايي، په دغه ولايت كې د ناچاودو ماينونو د چاودنې له كبله پنځه ماشومان وژل شوي او ټپيان دي.


د هلمند ولايت امنيتي چارواكي وايي، په دغه ولايت كې د ناچاودو ماينونو د چاودنې له كبله پنځه ماشومان وژل شوي او ټپيان دي.

د هلمند لپاره د طالبانو د پولیسو قومندانۍ نن شنبې د وري ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ولایت کې د ماین د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، چې په دې ولایت کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

وسله وال طالبان وايي، دغه پېښه د دې ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو دغه درنه ناچاوده مرمۍ وموندله او لوبې يې کولې.

خبرځاى زياته کړه چې په دې پيښه کې په وژل شويو او ټپيانو کې دوه نجونې هم شاملې دي او ټپيان د وسله والو طالبانو له خوا ايمرجنسي روغتون ته ليږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170301

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170301/

جمهور
  https://www.jomhornews.com